د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د دې ولايت له والي سره وکتل

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر د دې ولايت له والي محترم الحاج ملا امین الله عبید سره وکتل.
په دې کتنه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل پر لارو چارو او همداراز هغوی ته د ښو او مؤثرو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د همغږۍ په رامنځته کولو، د اړمنو کسانو لپاره د زياتو مرستو راجلبولو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو باندې مفصلې خبرې وشوې.
په ورته وخت کې د کابل والي محترم الحاج ملا امین الله عبید ژمنه وکړه، چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته به د لازیاتو مرستو راجلبولو په برخه کې د یاد ریاست سره پوره همکاري وکړي.