د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې له (۲۱) تنو کارکوونکو څخه د یوې روزنيزې دورې له بشپړولو وروسته د کمپیوټر ازموینه واخیستل شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د دې وزارت اړوند (۲۱) تنو کارکوونکو ته د کاري ظرفیتونو لوړولو په موخه یو میاشت وړاندې د کمپیوټر د اکسل پروګرام تدریس پېل شوی وو، چې نن د یو پروګرام په ترڅ کې د هغوی څخه ازموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې د اخیستو پر مهال د بشري سرچینو ریاست د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي، د ادارې پراختيا او د ظرفیت لوړونې آمر محترم عزیز احمد احمدي او یو شمېر نورو کارکوونکو ګډون درلود.