د روژې په مبارک میاشتې کې د (۲۷۰) فدايانو کورنېو سره نغدي مرسته ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د هدایت سره سم د خاصو شهیدانو آمریت په پوره هڅو د (۲۷۰) استشهاديانو کورنېو سره په پکتیا ، پکتیکا ، خوست او غزنی ولایتونو کې نغدي مرستې ترسره شوې چې هرې کورنې ته پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
یادې نغدي مرستې چې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د پلاويو له لوري ترسره شوې د مرستو ترڅنګ د هغوی کورنېو سره خواخوږې او همدردي وشوه او د هغوی ستونزې له نږدې واوریدل شوې.
د یادونې وړ ده چې له یادو مرستو څخه د فدايانو کورنې په ترتیب سره (۲۹) په پکتیا، (۴۶) په خوست، (۷۹) په پکتیکا، (۷۸) په غزني او پاتې نورې کورنې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت کې برخمنې شوې.