د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ارزونې ځانګړي پلاوي د یاد وزارت له دوه اړوندو ریاستونو څخه هر اړخیزه ارزونه وکړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي پلاوي د ارزونې او پلټنې په ترڅ کې د ټولنیزو خدمتونو ریاست او همداراز د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او فعالیتونو ارزونه او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د یادو ریاستونو ټولې اړوندې څانګې په هر اړخیزه توګه وارزول شوې او د نوموړو ریاستونو پر وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې د حل په موخه د ځانګړي پلاوي سره شریک کړاې شوې.
د ارزونې په بهیر کې د اړوندو ریاستونو د کړنو او فعالیتونو څرنګوالی، د کاري پلانونو تطبیق، د وزارت د کارکوونکو اجراآت، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو وړتیا، او همدارنګه د ریاستونو پر وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو د حل لارو چارو برابرول د یاد پلاوي اصلي موخه بلل شوې ده.
د ارزونې د پلاوي په ترکیب کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلې مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي، چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي.
د یادونې وړ ده تر دې وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ځانګړي پلاوي د ارزونې او پلټنې په ترڅ کې د یاد وزارت د ټولو اړوندو څانګو د کړنو او فعالیتونو ارزونه ترسره کړې وه.