د معلولینو د ملي څېړنې انسټیټیوټ څخه لیدنه!
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو معین مولوي عبدالرزاق اخوند د چهارشنبې په ورځ د معلولینو ملي څېړنیز انسټیټیوټ څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي عبدالرزاق اخند د معلولينو ملي څېړنيز انسټيټيوټ له پنځو رييسانو څخه د معلولينو ملي انستيتوت د فعاليت، ظرفيت او څرنګوالي په اړه عمومي معلومات وغوښتل.
د معلولینو ملي څېړنیز انسټیټیوټ آمرینو ښاغلي اخوند، مولوی کلیم الله افغان د مالي او اداري چارو رییس او محمد موسی صدیقي د بشري سرچینو رییس ته د ځوابونو په ورکولو سره د کار او خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالي په اړه معلومات هم ورکړل.
د غونډې په پای کې د ياد انسټيټوټ له څانګو او تاسيساتو څخه د ليدنې پر مهال له هغو معلولينو سره چې د معلولينو په ملي څېړنيز انسټيټيوټ کې ول نظريې واورېدې او پر معلولينو يې نغدي مرستې هم ووېشلې.
مولوي عبدالرزاق اخوند او رییسانو ژمنه وکړه، چې د شهيدانو وارثینو او معلولينو لپاره به لا زيات خدمتونه کوي او د معلولينو ملي څېړنيز انسټيټيوټ به خپلو کارونو ته دوام ورکوي