په شمال کې به د ټولو شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وشي

sadiq_admin
Wed, Dec 30 2020 9:51 AM
ss

په شمال کې به د ټولو شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وشي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر د جوزجان ولایت د شهیدانو ورثې، معلولیت لرونکو وګړو استازو، او په یاد ولایت کې د پښتنو قومونو ټولنیزې شورا مشرتابه او غړو وسره وکتل.

د یادې شورا مشرتابه د وزارت له رهبرۍ مننه وکړه، چې د ناستې فرصت یې برابر کړ، تر څو خپلې ستونزې او غوښتنې په مستقیمه توګه شریکې کړي.

د یادې شورا غړو په خپلو خبرو کې وویل، چې په جوزجان کې د شهیدانو ورثه او معلولیت لرونکي وګړي ځینې ستونزې او غوښتنې لري، چې باید رسیدګي ورته وشي. زیاته یې کړه، چې په یاد ولایت کې ګڼ شمېر پښتانه قومونه اوسېږي، خو له بده مرغه د نظام د هر اړخیز ملاتړ، په ملي پروسو لکه ټاکنو او مشورتي لویو جرګو کې د ګډون او ګڼو قربانیو ورکولو سره سره هم دوی ته سمه پاملرنه نه کېږي.

دوی همدار راز په یاد ولایت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسیدګۍ ،کارموندنې، د جوزجان په سیمه ییزه اداره کې د شهیدانو ورثې او په شرایطو د برابرو پښتنو معلولیت لرونکو وګړو او ځوانانو د ګمارنې او د سولې په ملي پروسه کې د خپل ګډون په اړه خبرې وکړې.

د یادې شورا غړو څرګنده کړه، چې د خپلو شهیدانو او معلولینو د تثبیت په برخه کې ځینو ستونزو سره مخ دي او د سیمه ییزې ادارې مسولین یې چارو ته مناسبه رسیدګي نه کوي. هیله یې وکړه، چې په دې برخه کې یې غږ واورېدل شي او همکاري ورسره وشي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د یادې شورا غړو، د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو استازو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښوده، چې د خپلو ستونزو او غوښتنو د شریکولو لپاره یې وزارت ته تشریف راوړی دی. ښاغلي آریوبي وویل، چې په ده پورې اړوندې چارې به په جدي ډول تعقیب کړي او هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې د مستحقو شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو حق تلف کړي. آریوبي ژمنه وکړه، چې له منځه به یې په شرایطو برابرو کسانو ته د دندو زمینه برابره کړي او د حقوقو ورکړې لپاره به یې ټولې ممکنې لارې چارې وکاروي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې د یاد ولایت د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې ستونزه جوړونکي موضوعات به وڅیړي او عاملینو سره به یې د قانون پر بنسټ عمل وکړي. زیاته یې کړه، چې د شورا ټول غړي کولای شي خپلې ستونزې او غوښتنې په مستقمه توګه د وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړي، تر څو پر وخت حل شي.

ښاغلي آریوبي وویل، چې د سولې په خبرو اترو کې د جوزجان ولایت د پښتنو قومونو ګډون اړین دی او باید نظرونه یې د دې پروسې د بریا لپاره واخیستل شي. آریوبي ژمنه وکړه، چې د ستونزو د حل په موخه د شورا مشرتابه او غړو ته به له نورو ادارو سره هم د ناستو برابرولو زمینه سازي وکړي.

په پای کې د ټولو په استازیتوب د یادې شورا دوو مخورو مشرانو ته د ښاغلي آریوبي له لوري د ویاړ پکړۍ پر سر شوې او د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د شورا رهبرۍ او غړو هم د ښاغلي آریوبي چارې او قاطع دریځ وستایه او له همکارۍ یې مننه وکړه.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی دولت‌میز نینگ بیر تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشدی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی افغانستان تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشیب شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر تورمیش طرزینی حقیده تولیق بحث لشدی.

فاروقی جنابلری. . .

BACK TO NEWS