د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي پروان ولايت ته سفر وکړ

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۱۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني، په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم سلیم‌ګل شمشاد، د تهیه او تدارکاتي چارو څخه د څارنې او ارزونې مسلکي غړی محترم محمد شفیق شیرزاد او د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې مسلکي غړی محترم محمد خیبر شیرزاد شامل وو، د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د ارزونې په ترڅ کې، د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولینو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو د وېش بهیر او اداري چارې له نږدې و ارزول شوې.

یاد پلاوي په روان مالي کال کې د کونډو، یتیمانو او معلولینو د مشاهدې (سروې) پروسې د ترسره شوي بهیر څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د مرکز ترڅنګ د جبل سراج ولسوالۍ ته هم سفر وکړ، یو شمېر یتیمان او معلولین یې له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

د څارنې په پایله کې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه شوې او د حل په موخه یې د یاد ریاست مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS