د پروان ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د پروان ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د پروان ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند د (۱۲۶۵) نظامي شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو تر کار لاندې دي او (۱۶۰۶۱۴۲۹۹) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې ده.
(۱۰۰) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۷۵۱۶۸۲۴) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۸۷) کسانو حقوق هم تر کار لاندې دي او دوی ته (۱۱۱۷۳۹۳۹) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
د (۸۳۸۳) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي او د یو کال لپاره ورته (۳۱۴۷۱۶۹۳۲) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده. همدارنګه (۵۴۰۰) ملکي معلولینو ته (۲۵۱۶۱۷۰۶۱) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او حقوق یې تر کار لاندې دي، چې ژر به یې بانکي حسابونو ته ولېږل شي.