د غزني ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

د غزني ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د غزني ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند (۴۸۰) نظامي شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۱۷۸۲۱۱۴۳) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. پاتې (۹۰۳) شهیدانو ته (۱۴۲۰۳۱۸۸۱) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې او د کاري پروسې له بشپړېدو سره به یې حقوقو بانکي حسابونو ته ولېږدل شي.
(۱۰۵) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۶۱۹۰۲۱۴) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۱۰) معلولینو حقوق هم د پروسس په حال کې دي او (۱۸۰۴۲۴۷۸) افغانۍ بودیجه ورته په پام کې نیول شوې ده.
د (۲۱۵۳) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي. د کاري پروسې له بشپړېدو سره به د ټولو حقوق د دوی بانکي حسابونو ته ولېږدول شي. دوی ته (۱۱۶۴۱۱۶۸۹) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
د (۱۹۸۰) ملکي معلولینو حقوق د پروسس په حال کې دي. دوی ته (۹۹۵۰۲۵۸۴) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.