د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د چارو د ښه انسجام په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي محمد انور برادر د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د منظور شوي پلان د ښه تطبیق په موخه کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه چې د تفتیش ریاست پلاوي دې د پلټنې پر مهال د یاد ریاست د کاري لارښود، د وزارت د رهبرۍ شورا پریکړو او نور متحدالمال مکتبونو سره سم چارې بررسي کړي، د شته نیمګړتیاوو په صورت کې اړوندو ریاستونو ته لازمې لارښوونې وکړي، ترڅو د پلټنې چارې په منظم او مؤثر ډول ترسره شي.
په دې غونډه کې د مرکزي تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالي د غونډې ګډونوالو ته د ديني موضوعاتو په هکله خبرې وکړې، همداراز د ولايتي تفتیش آمر محترم مخدوم ویس الدین جلیلي د پلټنې د ښه ترسره کېدو لپاره د نويو میتودونو په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د چارو د ښه والي په موخه ګډونوالو هم خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د محترم مولوي محمد انور برادر له لوري هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې.
