د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د کورنیو د حقوقو د ورکړې ستونزه به ژر حل شي: ضیاالحق فضلی
د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د کورنیو د حقوقو د ورکړې ستونزه به ژر حل شي: ضیاالحق فضلی
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ښاغلي ضیاالحق فضلی د مالیې وزارت معین ښاغلي حبیب ځدراڼ او ویاند ښاغلي شمروز خان مسجدي سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.
ښاغلي فضلي مننه وکړه، چې د مالیې وزارت مشرتابه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له همکارانو سره په ټولو کاري پروسو کې ښه همغږي لري او وړاندیزونه یې په ورین تندي مني، زیاته یې کړه، چې د بودجې ځنډیدل ددې سبب شوی چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته ددوي حقوق پروخت ونه رسیږي او په دې اړه یې خپلې اندیښنې ورسره شریکې کړی.
ښاغلي ځدراڼ وویل، چې د مالیې وزارت لخوا ولسي جرګې ته بودجه وړاندیز شوی اوسمهال د څېړنې په حال کې ده، ژمنه یې وکړه، چې د منظورېدو سره هممهاله به یاد وزارت ته د اړتیا سره سمه بودجه واستول شي.