په خوست ولایت کې پر (۴۰۰) مستحقو کسانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې
د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې البسه او کمپلې شاملې وې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د خوست ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست مسؤلينو او د خيريه مؤسسې استازو شتون درلود.
په ورته وخت کې هغو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او د خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه یې خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې دوی سره لازیاتې مرستې ترسره شي.
