د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې د چارو د لا ښې همغږۍ او اغېزمنتیا په موخه، اداري غونډه ترسره شوه، یاده غونډه چې د دې ریاست د رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې اړوندو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د (۵۰) تنو کارکوونکو لپاره په مالي او اداري، پروپوزل لیکنې، اداري مراسلاتو او د څارنې او ارزونې په برخو کې د زده کړه ئیز پروګرام د دایرولو پر څرنګوالي اړوندو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې، همداراز د کارکوونکو د ارزونې فورمونو د بشپړولو، د تېرو غونډو ځینو تعقیبي موضوعاتو ترڅنګ، د یو شمېر نورو مهمو مطالبو په تړاو هم خبرې وشوې.
همدارنګه د غونډې ګډونوالو د چارو د لا ښه والي په موخه خپل نظرونو او وړاندیزونه شریک کړل او د محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري هغوی ته لازمې سپارښتنې وشوې
