په بلخ ولایت کې څه باندې شپږ میلیونه افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې
د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶) میلیونه، (۴) زره او (۷۰۰) افغانۍ پر (۱۴۹) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې په منظم او عادلانه ډول ووېشلې، چې په ترتیب سره هرې کورنۍ ته (۴۰) زره او (۳۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.
یادې نغدي مرستې د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت، په شمال زون کې د اسلامي رفاه مؤسسې رئيس او د چهاربولک ولسوالۍ د مسؤلينو په شتون کې پر مستحقو کسانو په منظم ډول ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري (۴۰) تنو مستحقو یتیمانو سره مرستې ترسره شوې وې.