په لوګر ولايت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې
د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ (۶) ډوله بېلابېلې مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي د یادې مؤسسې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، د شهيدانو کورنيو او معلولينو ته یې د لا زياتو مرستو د برابرولو غوښتنه وکړه.