په لغمان ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي مواد شامل وو، په منظم او شفاف ډول ووېشل شول.
د مرستو د وېش پر مهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د يادې موسسې له کړیو مرستو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې د لازياتو همکاريو او مرستو غوښتنه وکړه.