د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو له رئيس سره لیدنه وکړه
د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد حنیف سيف الخالد د یتیمانو، کونډو او معلولینو په پېژندپاڼو کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو له رئیس محترم مولوي فيض محمد صميم سره وکتل.
په دې لیدنه کې محترم مولوي محمد حنیف سيف الخالد د یتیمانو، کونډو او معلولینو په پېژندپاڼو کې د نومونو او عمرونو نواقص او د موجوده اسنادو سره د فوتي کارتونو د توپیر ستونزې د احصایې او معلوماتو له رئیس سره شریکې کړې تر څو یادو برخو ته پوره پاملرنه وشي او د مراجعینو د سرګردانۍ مخنیوی وشي.
په ورته وخت کې د احصایې او معلوماتو رئیس ډاډ ورکړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به د يادو ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې وشي، تر څو د پېژندپاڼو نواقص اصلاح او د اسنادو ترمنځ موجود توپیرونه له منځه يوړل شي او مراجعینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.