د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوي ننګرهار ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اجراآتو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه، شته نیمګړتیاوې په نښه، او د حل په برخه کې لازمې کړنې ترسره کړې.