په دايکندي ولايت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي او ورسره مل تخنیکي او مسلکي ټیم د دایکندي ولایت په شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت او راجسټر په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال او ګټې اخيستنې ته وسپاره.
په همدې موخه د یاد ریاست له کارکوونکو سره په جوړه شوې غونډه کې محترم مولوي باقي بالله فضلي د ياد سیسټم پر اهمیت خبري وکړې. ورپسې د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم په دې ریاست کې یې د سیسټم پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه.