د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د اداري چارو د لا ښه والي په موخه غونډه ترسره شوه

یاده غونډه چې د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي برهان الدین حلیم په مشرۍ ترسره شوه په هغه کې د یاد ریاست اړوند مدیرانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
د دې غونډې په ترڅ کې د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس له لوري د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ته د ورځنېو چارو د لا ښه ترسره کولو، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ستونزو ته د پر وخت رسیدګي او هغوی ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
په ورته وخت کې د غونډې ګډونوالو هم د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور او همداراز وړاندیزونه او ستونزې د شهیدانو او معلولینو چارو له رئیس سره شریکې کړې.