د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړوند ولایتي ریاستونو کارکوونکو ته د نوي الکټرونیکي سیسټم درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوی وو، په هغه کې د مالي او اداري چارو عمومي ر‌ئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست، د ډیټابیس او معلوماتو رئیس ښاغلي الله محمد دوست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي مفتي فیصل خاموش، د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت، د معلولینو چارو رئیس ښاغلي قاري عبدالکریم حلیمي، د اداري خدمتونو رئیس ښاغلي مولوي سردار محمد حبیب، د داخلي تفتیش رئیس ښاغلي مولوي احسان الله حقاني او د یاد وزارت اړوندو څانګو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

ددې پروګرام په پرانیست غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د نوي الکټرونیکي سیسټم پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په دغه سیسټم کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ساده او کاغذي دېټا او معلومات په الکټرونیکي بڼه تغییر مومي، د دې سیسټم پر مټ به د معلولینو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې پوره شفافیت رامنځته او د هر ډول جعل او تزویر مخنیوی به وشي.

نوموړي همداراز وویل: زموږ او تاسو مسؤلیت او مکلفیت دی چې ملي بودیجه چې یو عظیم امانت دی له هغې سره خیانت ونشي او که څوک ورسره خیانت او غداري کوي په دنیا او آخرت کې به له شرمساري سره مخ وي.

نوموړي دغه راز زياته کړه: د دغه سيسټم له جوړولو څخه موخه د شهيدانو مستحقو وارثینو او معلولينو په دقيقه توګه پيژندل، د ملي بودیجې د ضايع کيدو مخنیوی او يادو کسانو ته د غوره، معياري او پر وخت خدمتونو وړاندې کول دي. نوموړي د ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په نوي الکټرونیکي سيسټم کې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د ثبت په برخه کې له پوره دقت څخه کار واخلي او یاده پروسه په مسلکي ډول پرمخ یوسي، تر څو له یوې خوا ملي بودیجه چې د خلکو د خولو او زیار ثمره ده له خیانت څخه خوندي پاتې شي او له بلې خوا حقیقي مستحقین وپیژندل شي او حق، حقدار ته وسپارل شي.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست د نوي الکټرونیکي سیسټم په هکله معلومات وړاندې کړل او وې ویل: دغه سیسټم د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې له سیستم سره وصل او یا لینک دی چې د معلوماتو په ثبتولو کې د هر ډول جعل، تزویر او تکرار مخه نیسي او بشپړ شفافیت رامنځته کوي چې د هغه پر بنسټ به واقعي مستحقینو ته حقوق ورکړل شي، نوموړي همداراز د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې په دې برخه کې په پوره مسلکيتوب او غور سره کار وکړي.

 دغه راز د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس ښاغلي مفتي فيصل خاموش هم خبرې وکړې او زياته يې کړه: د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت تراوسه پورې په اتلسو (۱۸) ولايتونو کې دغه سيستم فعال کړى دى. په دې سیسټم کې تر دې دمه  درې نوي زره (۹۳۰۰۰) تنه معلولین او یتیمان ثبت شوي دي، چې د یاد شمېر له جملې څخه دوه پنځوس زره (۵۲۰۰۰) تنه معلولین او یو څلویښت زره (۴۱۰۰۰) تنه یتیمان دي. نوموړي دغه راز  په نوي الکټرونیکي سیسټم کې له کمپیوټري پروګرامونو سره د آشنائي پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او د ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل چې په دې برخه کې مسلکي عمل وکړي.

په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډیټابیس او معلوماتو رئیس ښاغلي الله محمد دوست د نوي الکټروونیکي سیسټم بشپړ پروسیجر تشریح کړ او زیاته یې کړه: په نوي الکترونیکي سیستم کې به د شهیدانو د وارثینو او معلولینو ټول اړوند اسناد سکن او په بریښنایي ډول به آرشیف شي او د یاد سیسټم په فعال کولو سره به د بیت المال سره د خیانت مخنېوی، په ورځنېو چارو کې د وخت سپما او د جعل او تزویر مخنېوی به وشي.

د یادولو وړ ده چې د دې وزارت د ډیټابیس او معلوماتو ریاست لخوا د پکتیا، پکتیکا، کنړ، کاپیسا، بامیان، پنجشیر، پروان او نورستان ولایتونو څلورویشت (۲۴) تنو کارکوونکو ته د نوي الکټرونیکي سیسټم روزنیز ورکشاپ په لاره اچول شوی او دوی به د دریو ورځو مسلکي زده کړو وروسته یاد سیسټم په خپلو ولایتونو کې پلی کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۲۴
Background image

توزیع کمک ها به منظور خودکفایی اقتصادی، به (۵۰) تن‌ از خانم‌ های بیوه و معلول در ناحیۀ سیزده هم‌ شهر کابل

وزارت امور شهداء و معلولین به منظور حمایت اقتصادی از خانواده‌ های نیازمند و توانمندسازی خانم‌ های بیوه و معلول، با هماهنگی یک مؤسسه خیریه برای (۵۰) تن‌ از خانم‌های بیوه در ناحیه سیزده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۲۲
Background image

در ولایت پکتیا بیش از یک میلیون افغانی به ایتام مستحق توزیع گردید

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت پکتیا با همکاری مؤسسه بین المللی مسلم هندز به (۴۳) تن ایتام مستحق مبلغ یک میلیون (۸۸) هزار و (۶۴۰) افغانی را به (۴۳) تن ایتام مستحق توزیع نمودند، که به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۱۶
Background image

در ولایت بلخ بیش از چهار (۴) میلیون افغانی به خانواده های شهداء و معلولین توزیع گردید

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بلخ به همکاری مؤسسه رفاه اسلامی مبلغ (۴) میلیون و (۳۰) هزار افغانی را به عنوان مساعدت های نقدی به (۱۰۰) خانواده مستحق شهداء و معلولین در ولسوالی چمتال. . .

BACK TO NEWS