د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو څخه د ملاتړ او هغوی سره د مرستو په موخه د کامه وړیا مرستو مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان ریاست وارسي کوونکي ښاغلي قاری شریف الله گلزاد او د کامه وړیا مرستو مؤسسې مالي او اداري مسؤل ښاغلي محمد مصطفی کامه وال ترمنځ لاسلیک شو.
د یاد پروګرام له مخې به په ننګرهار ولایت کې په مجموعي ډول (۶۱۶) یتیمان د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې راشي او پر یتیمانو به هره میاشت خوراکي او غیر خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، بوره، مالګه، مکروني، دال او همدا راز جامې وویشل شي.
د يادونې وړ ده، چې د ياد شوي تړون ټوليز ارزښت (۱۸۰۰۰۰) يو لک او اتیا زره امريکايي ډالره دی، چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړ شي.