د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د رئیسانو او آمرینو لپاره د کارکوونکو د ارزونې درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۵:۴۴
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړ شوي وو، په هغې کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي اوهمدارنګه د ملکي خدمتونو د حقوقي چارو او پالیسي ریاست مرستیال الحاج ویس الدین ویس هم ګډون کړی وو.

د یاد روزنیز ورکشاپ د پرانېستې پرمهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د دغه ورکشاپ ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: موږ او تاسې ټول د دې مظلوم ملت پر وړاندې لوی مسوولیتونه لرو. دا زموږ د هر یوه دنده ده چې راسپارل شوي مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړو ترڅو موږ خپل ملت او هیواد د بهرنیانو له محتاجۍ  څخه وژغورو.

نوموړي همدا راز زیاته کړه: د یوې ادارې پرمختګ هغه مهال شونی دې، چې مشخص اهداف او فعالیتونه ولري او وخت پر وخت د خپلو کارکوونکو د کړنو ارزونه وکړي.

د دې پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي هم د یاد ورکشاپ  په ارزښت خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې وویل: د کارکوونکو کلنۍ ارزونه د هغوی د لاسته راوړنو، اجراآتو او نوښتونو ښکارندویي کوي او د ملکي خدمتونو انستیتیوت څخه راغلي ترینرانو څخه وغوښتل تر څو د ګډونوالو د وړتیا په لوړولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د استخدام پروسې په اړه هم هر اړخیزمعلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ټولو کارکوونکو باندې (ریفورمي او غیرریفورمي) واحد پروسیجیر تطبیق شوی.

نوموړي دغه راز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د ښو اجراآتو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: د یاد وزارت کارکوونکو توانیدلي دي چې د مرکز په ګډون په ټولو ولايتونو کې د يتيمانو، معلولينو او کونډو کره احصايې راټوله کړي.

په دې پروګرام  کې د ملکي خدمتونو د حقوقي چارو او پالیسي ریاست مرستیال الحاج ویس الدین ویس هم د کارکوونکو د ارزونې په اړه خبرې وکړې او د کارکوونکو د کړنو او کاري ظرفیتونو ارزونه یې د یوې ادارې د پرمختګ لپاره اړین وباله. نوموړي وویل په کار ده چې د هرې ادارې د کارمندانو ارزونه په ښه توګه ترسره شي تر څو په ترڅ کې د پلان سره سم ظرفیتونه، اړتیاوې او فعالیتونه په سمه توګه وپیژندل شي.

د یادولو وړ ده چې یاد ورکشاپ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د آمریت له لورې په لاره اچول شوی چې په هغه کې به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت څلویښت تنو رئیسانو او آمرینو ته د درې ورځو په موده کې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د استادانو لخوا د کارکوونکو د ارزونې په برخه کې زده کړې ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۹:۳
Background image

به (۲۷) تن ایتام مستحق در ولایت بغلان مساعدت های نقدی توزیع گردید

ریاست شهدا و معلولین ولایت بغلان برای (۲۷) تن ایتام مستحق، کمک‌های نقدی توزیع نمود.

در هنگام توزیع این کمک‌ ها، محترم مولوی احسان‌الله عابد رئیس امور شهدا و معلولین ولایت بغلان با. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۹:۰
Background image

تدویر جلسۀ اداری در ریاست امور شهدا و معلولین ولایت فاریاب

به‌ منظور بهبود و انسجام بیشتر امور، جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی محمد نادر خالد، رئیس امور شهدا و معلولین ولایت فاریاب، برگزار گردید که در آن کارمندان بخش‌های مربوطه اشتراک ورزیده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۵۸
Background image

جلسۀ اداری در ریاست پلان، ارتباط خارجه و امور تقنین وزارت امور شهدا و معلولین برگزار گردید

جلسۀ اداری که تحت ریاست محترم ملا صدوخان حق شناس رئیس پلان، ارتباط خارجه و امور تقنین این وزارت تدویر یافته بود، در آن آمرین و کارمندان بخش های مربوطه اشتراک نموده بودند.

محترم ملا صدو. . .

BACK TO NEWS