د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د پاکستان د جماعت اسلامي له استازي سره وکتل

farahmand_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۴ - ۱۴:۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمجید آخند د پاکستان د جماعت اسلامي له استازي، پروفیسور محمد ابراهیم سره د بشري مرستو د رسولو او له قربانیانو سره د ګډې همکارۍ پر دوام خبرې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر په دې کتنه کې د پاکستان د جماعت اسلامي استازي ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ښو او سوله ییزو اړیکو یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

 نوموړي دغه راز د شهيدانو د وارثانو او معلولينو د ستونزو يادونه وکړه او د حل لپاره يې د یاد وزارت هڅې هيله بښوونکې وګڼلې.

په دې ناسته کې د پاکستان دجماعت اسلامي استازي پروفيسور محمد ابراهيم د امارت اسلامي په بريا خوښي څرگنده کړه او دشهيدانو وارثانو او معلولينو ته يې د الخدمت موسسه چې د جماعت اسلامي پاکستان لخوا یې ملاتړ کیږي دمرستو په اړه معلومات ورکړل. همداراز نوموړي ژمنه وکړه، چې دغه موسسه به له زيانمنو شويو کسانو سره خپلې مرستې زياتې او ګړندۍ کړي.

ښاغلي ابراهیم په نورو اسلامي هیوادونو کې د دغه موسسې د خدمتونو یادونه هم وکړه او ویې ویل، دغه موسسه غواړي چې د شهیدانو او معلولینو له وزارت سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د زده کړو او له مستحقو کسانو سره د مرستې په موخه څلور ښوونځي جوړ کړي او د مرستو لړۍ به ګړندۍ او زیاتې کړي.

په دې لیدنه کې د شیهدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رییس ښاغلي سید محمد عظیم اغا خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د پاکستان هیواد د پخواني شوروي پر وړاندې د افغانستان د خلکو د سپېڅلي جهاد اصلي ملاتړی وو او ویې ویل، اسلامي امارت په تېرو دوو لسیزو کې د اسلام لپاره ډېر شهیدان ورکړي دي. هغه همداراز زیاته کړه چې د اسلامي امارت موخه د اسلامي نظام حاکمول وو او په دې برخه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

په دې ناسته کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د دفتر رييس شاه محمد، پروفیسور محمد ابراهيم ته د شهيدانو د کورنيو، معلولينو او کونډو په اړه کره معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې دغه معلومات او احصايه د ټولو ولسوالیو، کلیو او ولايتونو څخه د يوې هر اړخيزې او کور په کور سروې په پايله کې ترلاسه شوې دي.

په پای کې پروفیسور محمد ابراهیم د شهیدانو او معلولینو چارو له وزارت څخه د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو د نوملړ غوښتنه وکړه تر څو دوی د الخدمت موسسې، د پاکستان اسلامي ټولنې او د همغږو بنسټونو سره په همغږۍ د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

برگزاری جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز

به منظور بهبود روند کاری جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی نقیب الله سنان رئیس امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حضور تمامی کارمندان بخش های مربوطه تدویر یافت.

محترم مولوی نقیب الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

جلسۀ اداری در ریاست تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

به منظور تأمین هماهنگی بیشتر و بهبود ارایه خدمات، جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئیس تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین تدویر یافت که در آن آمرین و کارمندان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

جلسه اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان برگزار گردید

جلسۀ اداری تحت ریاست محترم علی خان احمدی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بامیان با اشتراک کارمندان

بخش های مربوطۀ آن رياست تدویر یافت.

در این جلسه محترم علی خان احمدی پیرامون چگونگی. . .

BACK TO NEWS