د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز کې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Mon, Apr 01 2024 11:21 AM
mmd

یاده غونډه چې د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز رئيس محترم ملا رحمت اللّٰه خالد په مشرۍ ترسره شوه په هغې کې د دې مرکز آمرينو، مديرانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په پیل کې د فني او حرفوي زده کړو لپاره د زده کوونکو د جذب کمېټې د خپلو کړنو تفصيلي راپور وړاندې کړ, یادې کمیټې د پنځلس ورځو په موده کې د اوو (۷)حرفو لپاره (۱۳۰) تنه مستحق يتيمان، معلولين او د معلولينو اولادونه د لازمو اسنادو د طي مراحل کولو وروسته ثبت او راجسټر کړي دي.

ورپسې د دې مرکز د اړوندو څانګو مسؤلينو هم د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو راپورونه غونډې ته وړاندې کړل.

په ورته وخت کې د نوي زده کوونکو ستونزو، وړاندیزونو ته پر وخت رسیدګي او د شکایتونو اوریدو په موخه د شکایتونو صندوقونه او د زده کوونکو لپاره په ليليه کې د اوسيدو د اصولو لوحه ترتيب او په مناسب ځای کې نصب کړل شوه.

په پای کې د مرکز رئيس لخوا اړوندو مسؤلينو ته د کاري بهیر د لاښه پرمختګ په موخه لازمې سپارښتنې او لارښونې وشوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS