په پنجشېر ولایت کې پنځوس (٥٠) تنو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل
د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (٥٠) تنو معلولینو باندې ویلچرونه وویشل، په ورته وخت کې یادې مؤسسې هر معلول ته زر (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې لپاره هم ورکړې.
د یادولو وړ ده چې د یادو ویلچرونو د ویش پر مهال د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس او کارکوونکو هم حضور درلود.