د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Mon, Nov 21 2022 12:11 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د یادې غونډې موضوعات چي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست لخوا غونډې ته وړاندې کړل شول، په ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند مدیرانو او کارکوونکو د هویت کارتونو جوړولو  په هکله خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې له دې وروسته به یواځې د ولایتونو رئیسانو او آمرینو ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د هویت کارتونه جوړیږي او پاتې  نورو کارکوونکو او مدیرانو لپاره دي ولایتي رئیسان په خپل ولایت کې خپلو مدیرانو او کارمندانو ته د هویت کارتونو ترتیب برابر کړي او له ولایتي رئیسانو څخه وغوښتل شول تر څو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته دې د کارکوونکو د هویت کارتونو لپاره وړاندیزونه  نه لیږي.

همدارنګه په دې غونډه کې د یتیمانو او معلولینو په فورمو کې د جوماتونو د امامانو او د ګذر وکیلانو لخوا د هغوې د استعلامونو د ناسم ځوابولو د څرنګوالي په هکله بحث وشوو، او پریکړه وشوه تر څو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ دې د امامانو سره ناسته د حج او اوقاف وزارت په همغږۍ او همدارنګه د ګذر وکیلانو سره ناسته د ښاروالۍ په همغږۍ برابره کړي تر څو یادې ستونزې ته په ښه ډول رسیدنه وشي او همدارنګه دوی ته سپارښتنه وشي چې باید د استعلام جوابول مو په حقیقت بنا وي او که چیرې له هغې وروسته د یتیمانو او معلولینو استعلام ځواب له واقعیت سره سم نه وي مسؤلیت به یې د جوماتونو د امامانو او د ګذر وکیلانو په غاړه وي.

همداراز د هغو مراجعینو په هکله چې د بریښنایي پيژند پاڼو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته راځي باید د یاد وزارت د مقام یا د نوموړي وزارت د معینیتونو سربیره د مالي او اداري عمومي ریاست،  د دفتر ریاست، د بشري سرچینو ریاست، د شهیدانو چارو ریاست او معلولینو چارو ریاست لخوا د بریښنایي پیژند پاڼې اخیستلو امر ترلاسه کړي او وروسته له هغې دې د خپلو پیژند پاڼو د اخیستلو چارې پر مخ یوسي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د تیرې ادارې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند قانون د بیاکتنې په موخه هم خبرې وشوې او پریکړه وشوه، چې د یاد وزارت د رهبرۍ لخوا به د بیا کتنې په موخه هیئت وټاکل شي تر څو د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث هیبت الله آخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس هغه مادې چې د شریعت سره اړخ لري  د حنفي فقهې په رڼا کې  تخریج او د مستندو کتابونو حوالې یې باید ذکر شي  بیا دې دغه د قانون مسوده د عدلیې وزارت ته واستول شي.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه تر څو د ځینو ولایتونو د ریاستونو د چارو د ښې ارزونې او څیړنې په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا یو ځانګړې پلاوی واستول شي تر څو په ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند ریاستونو کاري بهیر په ښه توګه وڅیړي. د یادونې وړ ده چې د یاد پلاوي مشري به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري کوي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS