د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو همکارانو د شهيد ضياء ودان روح ته دوعا وکړه

sadiq_admin
Sun, Jan 17 2021 3:40 PM
یی

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو همکارانو د شهيد ضياء ودان روح ته دوعا وکړه

نن يکشنبه د مرغومې په ۲۸مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست همکارانو د ارواښاد ضياء ودان روح ته دوعا وکړه.

دوی د شهید ضيا ودان د هغو خدمتونو، فعاليتونو او نه ستړې کيدونکو هلو ځلو يادونه وکړه، کوم چې ارواښاد د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت کې د اتل اړيکو (کال سنټر) مسول په توګه ترسره کړي وو او د خدای بخښلي نشتون يې د هېواد، په ځانګړي ډول د ځوان قشر لپاره نه جبرانيدونکې تشه وبلله.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو همکارانو د شهید ودان کورنۍ سره په دې ستر غم کې ځانونه شريک وګڼل او د توان مطابق يې ورسره د همکارۍ او لاسنيوي ډاډ ورکړ.

دوی ټينګار وکړ، چې د ارواښاد ودان روح د ښاد ساتلو په موخه به د هغه (ولسونو لپاره د خدمت، سپيڅلتيا، ريښتينوالۍ او اخلاص) تګلاره تعقيبوي او د مرحوم ارمانونو د پوره کيدو لپاره به کار کوي.

روح يې ښاد او ياد يې تلپاتې!

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS