د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس نجراب ولسوالۍ ته سفر وکړ
د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي ګل خان ګل محمد د ياد ولايت نجراب ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د کور په کور سروې له بهیر څخه له نږدې ارزونه وکړه، څو واقعي مستحق کسان په سمه توګه وپېژندل شي او د بېنظمۍ او تېروتنو مخنیوی وشي، همداراز نوموړي اړوندو کارکوونکو ته یې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې او ګټورې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس تر دې وړاندې د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ ته هم سفر کړی وو.
