په ننګرهار ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په خوګياڼو ولسوالۍ کې (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او یو اندازه نغدي مرستې شاملې وې، په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم محمد صابر ځواک د یتیمانو د ملاتړ په برخه کې د خیریه مؤسسې له هڅو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې یې د نورو مرستو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.
