پینځلس تنه په کمپیوټر پوه معلولیت لرونکي وګړي به ژر په دنده وګمارل شي
پینځلس تنه په کمپیوټر پوه معلولیت لرونکي وګړي به ژر په دنده وګمارل شي
پرون یکشنبه د (زمري میاشتې ۲۷) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلولینو چارو ریاست د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز له هغو ۷۹ معلولیت لرونکو وګړو نظري او عملي ازموینه واخیسته، چې د پښتو او دري ټایپینګ سربېره د کمپیوټر په برخه کې یې زده کړې او مهارت درلود.
دا ازموینه د معلولینو چارو رییس ښاغلي وحید الله صافي او د وزارت د نورو مسولینو په حضور کې په شفاف ډول واخیستل شوه او د ټولو کاندیدانو د اسنادو له کتلو او څېړلو ورورسته د دوی له ډلې پینځلس وړ او مستحق کسان غوره شول. په ازموینه کې بریالي شوي کسان به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ډیټا انټرۍ په برخه کې په دنده وګمارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د پروسې د روڼتیا په موخه د جلالتماب وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي په لارښوونه د یادو پنځلسو بستونو اعلان د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له رسمي فېسبوک پاڼې او وېب سایټ څخه خپور شوی و.