د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان غزني ولایت ته سفر وکړ
د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یوه تن مجاهد معلول سره له نږدې وکتل، د هغه ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او یوه اندازه نغدي مرسته یې هم ترسره کړه.
یاد معلول د مرستې د ترلاسه کولو څخه خوښي څرګنده کړه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مشرتابه څخه یې مننه وکړه او د شهیدانو کورنيو او معلولینو د ملاتړ او لاسنيوي په برخه کې یې د مسؤلینو شفقت او پاملرنه وستایله.