په کندز ولایت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نداء الخیر مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې او هر مستحق ته (۵۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مولوي نقیب الله سنان د یادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه او په نورو خیریه مؤسسو یې غږ وکړ چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره لازیاتې مرستې برابرې کړي تر څو په ښه توګه د هغوی لاسنیوي وشي.