د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست کې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه
یاده غونډه چې د پنجشېر ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي کمال الدین رحیمي په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د اړوند ریاست کارکوونکو او د ولسوالېو مدیرانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د احکامو، د امانت دارۍ، د مراجعینو سره د ښه چلند، پر وخت دندې ته د حاضریدو او د سپارل شويو مسؤلیتونه په پوره اخلاص ترسره کولو په تړاو خبرې وکړې.
نوموړي همداراز له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو په سمه توګه د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د هدايت سره سم د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور د تصفیې پروسه پر مخ يوسي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو خپلې ستونزې، نظریات او وړاندیزونه د یاد ریاست له رئيس سره شریک کړل.