د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مستحقو معلولینو ته د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو برابرولو په موخه د میرمنو لپاره د مهارتونو زده کړې او تحقیق مؤسسې (ORSTW) سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به، په ننګرهار، کنړ او لغمان ولایتونو کې څلویښت (۴۰) تنو مستحقو معلولینو ته د اقتصادي بساینې په موخه کاري فرصتونه برابر شي.
ذکر شوی هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د میرمنو لپاره د مهارتونو زده کړې او تحقیق مؤسسې (ORSTW) مسؤل، محترم محمد نبي احمدزي تر منځ لاسلیک شو.
د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت پنځوس زره (۵۰۰۰۰) امریکائی ډالر دی چې د ننګرها، کنړ او لغمان ولایتونو کې به تطبیق شي.