د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د معلولیت لرونکو وګړو له تحصن خیمو څخه لیدنه وکړه

sadiq_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۳:۴
سش

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د معلولیت لرونکو وګړو له تحصن خیمو څخه لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست پوهنمل حمیدالله فاروقي او ورسره مل پلاوي د وري په ۱۲مه، په دارالامان کې د معلولینو د تحصن خیمې څخه لیدنه وکړه او د هغوی غوښتنې، ستونزې، وړانديزونه او نظرونه يې له نږدې واوريدل.

په پیل کې، ملک محمد ملک زاده، عزیز راسخ، سید وحدت موسوي، بشیر دیره او نورو غړو د معترضو معلولينو په استازیتوب خبرې وکړې او شته ستونزو او غوښتنو ته يې د رسيدنې غوښتنه وکړه.

د معلولیت لرونکو وګړو لپاره کارموندنه، د استوګنځيو وېش، زده کړې، د معلولینو لپاره د ملي فدراسیون جوړول، په ښار کې د کاري غرفو وېش، بيا پياوړتيا، د فساد پروړاندې مبارزه، د نويو تثبت شويو معلولينو برخه کې ستونزې او په چارو کې د روڼتيا ټينګښت د معترضو معلولينو د خبرو مهم ټکي وو.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي د سوله‌يز اعتراض او عدالت غوښتنې له امله له هغوی مننه وکړه وویل: په مدني ډول را ټوليدنه او عدالت غوښتنه ستاسو مسلم حق دی. ستاسو دا هڅې اړوند چارواکي متوجې کوي، څو ستاسو د ژوند ښه والي او بدلون لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلي فاروقي زياته کړه، چې د شهیدانو ورثې او معلولینو د بېلابېلو مدني ټولنو او بنسټونو استازي هره ورځ ورسره ګوري او اړونده ستونزې ورسره شريکوي.

نوموړي د ستونزو د حل لپاره پر کډې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي فارقي ژمنه وکړه، چې د وزارت او د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ترمنځ به هر ډول واټن له منځه وړي، ترڅو ياد قشر په اسانۍ سره د وزارت چارواکو او خپلو اسنادو ته لازم لاسرسی ولري‌.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر څرګنده کړه، چې د شهيدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو قربانۍ او سرښندنې د افغانستان خلکو لپاره د درناوي او احترام وړ دي.

دده په وينا، چې دغه قشر په ویاړ او سرلوړۍ سره د ظلم، استعمار او یرغل پروړاندې مبارزه کړې او ویاړونه يې ترلاسه کړي دي؛ نو پر همدې بنسټ ټول هېوادوال او په ځانګړي توګه وزارت ددې ځوریدلي قشر پر وړاندې انساني او وظيفوي مسووليت لري.

ښاغلي فاروقي د فساد پروړاندې د جدي مبارزې او د روڼتیا د ټينګښت د را منځته کولو يادونې ترڅنګ زياته کړه، چې فساد باید له منځه یوړل شي. پاک اسناد بايد له ناپاکو جلا شي او په دې ډول حق حقدار ته وسپارل شي.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو له جلالتماب جمهور رئيس سره درې اونۍ وړاندې ناسته له لاسته راوړنو ډکه وبلله او د کابینې راتلونکې ځانګړې ناسته يې ددې قشر د ستونزو د حل لپاره د ښه فرصت په توګه ياد کړ.

په پای کې، ښاغلي فاروقي له معترضينو څخه وغوښتل چې د امنیتي ستونزو او نامناسبو شرایطو له امله د تحصن خیمې ټولې کړي او د دوی ټولې ستونزې او غوښتنې يادښت شوې او د رسيدنې لپاره به يې اړين ګامونه پورته شي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

برگزاری جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز

به منظور بهبود روند کاری جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی نقیب الله سنان رئیس امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حضور تمامی کارمندان بخش های مربوطه تدویر یافت.

محترم مولوی نقیب الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

جلسۀ اداری در ریاست تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

به منظور تأمین هماهنگی بیشتر و بهبود ارایه خدمات، جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئیس تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین تدویر یافت که در آن آمرین و کارمندان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

جلسه اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان برگزار گردید

جلسۀ اداری تحت ریاست محترم علی خان احمدی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بامیان با اشتراک کارمندان

بخش های مربوطۀ آن رياست تدویر یافت.

در این جلسه محترم علی خان احمدی پیرامون چگونگی. . .

BACK TO NEWS