د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزیر د نورستان ولایت د اسنادو څېړنو کمېسيون غړو، مستوفي، د ښارجوړونې رييس، ښاروال او اړونده چارواکو سره وکتل

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳
ی

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزیر د نورستان ولایت د اسنادو څېړنو کمېسيون غړو، مستوفي، د ښارجوړونې رييس، ښاروال او اړونده چارواکو سره وکتل

د ولايتي سفرونو په ترڅ کې، د شهيدانو او معلولينو په چارو سرپرست وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي، د نورستان محترم والي عبدالغفور ملکزي په شمول، د ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنو کميسيون له غړو، مستوفي، د ښارجوړونې رييس، ښاروال او اړونده چارواکو سره لیدنه وکړه.

په ياده ليدنه کې د نورستان مستوفي، د ښارجوړونې رييس، ښاروال، د سترې محکمې، لويې څارنوالۍ، عامې روغتيا، د احصايې او معلوماتو ادارې او ملي امنيت استازو، د نورستان د شهيدانو او معلولينو چارو آمر او د ولايت مقام باصلاحيته چارواکو ګډون کړی و.

ښاغلي فاروقي، د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څيړنې کمېسيون له غړو سره د ياد کمېسيون پر کار او د اسنادو د څيړنو پروسې د لا شفافيت په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتيا خبرې وکړې.

د ښاغلي فاروقي په خبره، چې دوی ته د شهيدانو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو ته پر وخت رسیدنه لومړيتوب لري او د هغوی لپاره باید د ژوند له لومړنيو اړتياوو، تر روغتيايي او تحصيلي زمينو برابرولو پورې اسانتياوې برابرې شي.

همداراز ښاغلي فاروقي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د حقوقو او امتيازاتو ورکولو په برخه کې د اسانتياوو را منځته کولو او بانکي سازۍ په تړاو خپلې غوښتنې، لارښونې او وړاندېزونه، د نورستان له محترم مستوفي سره شريک کړل.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو ورثې او معلولینو لپاره د استوګنځیو پر وېش او د اسایشګاوو جوړولو په هکله هم خبرې وکړې او په دې تړاو یې د نورستان له خلکو سره وروستي پرمختګونه او لاسته راوړنې شریکې کړې. په ورته وخت کې یې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د کاري عرفو د توزیع په پروسه کې د عدالت ټینګښت، برابرۍ په پام کې نیولو سره د نورستان ښاروال ته لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته پر وخت رسېدنه باندې ټینګار وکړ او له اړونده چارواکو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ناستې په پای کې د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنو کميسيون غړو، مستوفي، د ښارجوړونې رييس، ښاروال او اړونده چارواکو له محترم وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي او ور سره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ياد ولايت د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو غوښتنې، ستونزې، وړاندېزونه يې له نږدې واورېدل او کونړ ولايت ته يې سفر را وکړ.

ښاغلي فاروقي د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو پروسې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ، د وزارت له اړخه له ټولو ولایتي مسوولو چارواکو سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه او له وزارت سره د ولايتي ادارو د همغږۍ او همکارۍ د لا زياتوالي په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

برگزاری جلسۀ اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز

به منظور بهبود روند کاری جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی نقیب الله سنان رئیس امور شهداء و معلولین ولایت کندز با حضور تمامی کارمندان بخش های مربوطه تدویر یافت.

محترم مولوی نقیب الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

جلسۀ اداری در ریاست تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

به منظور تأمین هماهنگی بیشتر و بهبود ارایه خدمات، جلسۀ اداری تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئیس تفتیش داخلی وزارت امور شهداء و معلولین تدویر یافت که در آن آمرین و کارمندان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۶
Background image

جلسه اداری در ریاست امور شهداء و معلولین ولایت بامیان برگزار گردید

جلسۀ اداری تحت ریاست محترم علی خان احمدی رئیس امور شهداء و معلولین ولایت بامیان با اشتراک کارمندان

بخش های مربوطۀ آن رياست تدویر یافت.

در این جلسه محترم علی خان احمدی پیرامون چگونگی. . .

BACK TO NEWS