The Telecommunications Services Regulatory Authority is fully prepared

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۵ - ۹:۴۳
mmd


د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره بشپړ چمتو والی لري چې د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي په برخه کې مرستې وکړي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مرستیال ښاغلي انجنیر نقیب الله سیلاب او ورسره راغلي پلاوي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره د هغه په کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې د اترا مرستیال ښاغلي انجنیر نقیب الله سیلاب د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي پر پروګرامونو او د کارموندنې پر فرصتونو خبری وکړی. نوموړي په دې برخه کې د وزارت د هراړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د مرستو ستاینه وکړه او د ۱۳۹۹ کال پلانونه او برنامې یې ورسره شریکې کړې.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۰
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولايت یو شمېر ولسواليو ته سفر وکړ

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش چې د ياد رياست اړوند مدیرانو یې ملتيا کوله، د رشيدان، ناهور، اجیرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو ته يې سفر وکړ.

م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۳
Background image

غور ولایت ته د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رياست د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي غور ولایت ته سفر وکړ، د پلاوي په ترکیب کې د یاد ریاست کارکوونکي هر یو ښاغلی صفي الله وصال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۱
Background image

د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد  د ياد ولايت برکې. . .

BACK TO NEWS