د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هندز نړیوالې مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې سره د (۹) میلیونه، (۶۴۵) زره (۱۲۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 د دې هوکړه لیک له مخې، د کابل، پروان، پکتيا، ننګرهار، خوست، غزني، کنړ، لوګر او ميدان وردګو ولايتونو کې (۳۹۴) تنو يتيمانو ته نغدي مرستې ورکول کېږي او هر مستحق یتیم به (۲۴) زره او (۴۸۰) افغانۍ ترلاسه کړي.

یاد هوکړه لیک د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنين چارو رئيس محترم ملا صدوخان حق ‌شناس او د مسلم هندز نړيوالې مؤسسې رئيس محترم محمد آصف فولاد ترمنځ لاسليک شو.

محترم ملا صدوخان حق‌شناس د يتيمانو د ملاتړ په برخه کې د مسلم هنډز مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او د يادې مؤسسې له رئيس څخه يې غوښتنه وکړه چې خپلې مرستې لا پراخې کړي، تر څو زيات شمېر يتيمان د دې مؤسسې تر پوښښ لاندې راشي او له دوامداره ملاتړ څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د مالي او حسابي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

BACK TO NEWS