د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د کندهار ولایت له والي سره وکتل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ښاغلي ملاعبدالمجیدآخند کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کي د نن شنبې په ورځ ولایت مقام کي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل، چې لیدنه کې د شهیدانو د کورنیو، یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د مرستي ورکولو په برخه کي پر یوشمېر مهمو مسایلو بحث او خبري وشوې.
ښاغلي وزیر صاحب وویل، کندهار ته یې د سفر یوه موخه د کندهار د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي ودانۍ څخه لیدنه، ددې ریاست د چارو ارزونه او د ریاست شته ستونزي په ګوته کول او هم دې ریاست ته د راغلو مراجعینو ستونزي او غوښتني اورېدل دي.
کندهار والي وویل، له بده مرغه تېر شل کلن اشغال کي په ډېر شمېر افغانان شهیدان او معلولین شول، ماشومان یتیمان شول او میندي کونډياني شوې، چي په خبره یې له دوی سره د خواخوږۍ ترټولو مهم او یوازینی آدرس همدا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ده چي باید هرې کورنۍ ته ځانګړې پاملرنه ولري.