د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د کندهار ولایت له والي سره وکتل

nasrat_admin
Sun, Nov 13 2022 9:45 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر  ښاغلي ملاعبدالمجیدآخند کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کي د نن  شنبې په ورځ ولایت مقام کي د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل، چې لیدنه کې د شهیدانو د کورنیو، یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د مرستي ورکولو په برخه کي پر یوشمېر مهمو مسایلو بحث او خبري وشوې.

ښاغلي وزیر صاحب وویل، کندهار ته یې د سفر یوه موخه د کندهار د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي ودانۍ څخه لیدنه، ددې ریاست د چارو ارزونه او د ریاست شته ستونزي په ګوته کول او هم دې ریاست ته د راغلو مراجعینو ستونزي او غوښتني اورېدل دي.

‏کندهار والي وویل، له بده مرغه تېر شل کلن اشغال کي په ډېر شمېر افغانان شهیدان او معلولین شول، ماشومان یتیمان شول او میندي کونډياني شوې، چي په خبره یې له دوی سره د خواخوږۍ ترټولو مهم او یوازینی آدرس همدا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ده چي باید هرې کورنۍ ته ځانګړې پاملرنه ولري.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS