ننګرهار ولايت کې له ۱۴ کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي لعل باز اسدالله وایي : د کومک مؤسیسې په مالي همکارۍ ۱۴ ملکي جنګ ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ د کوچنیو کاروبارنو په موخه د (۴۲۷۳۱۲) افغانیو په ارزښت بیلابیلې مرستې ترسره کړې .
نوموړی زیاتوي، په دې مرستو کې ۱۱ کورنیو ته خوراکي توکي او ۳ کورنیو ته د کوچني کاروبار له پاره غواګانې او دوه دوه بوری کنجاړې مرسته ترسره شوه .
د ښاغلي مولوی لعل باز اسد الله پروینا، دوی هڅه کوي څو د مرستندویه مؤسيساتو په همکاری په دې ولایت کې د شهیدانو ورثو، معلولینو او جګړه ځپلو کورنیو ته د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.
هغه کورنۍ، چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې له کومک موسسې او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه مننه وکړه، چې د دوې لاس نیوی یې وکړ ، دغه کورنۍ وایې له دې سره به ورته د کار او روزګار زمینه برابره شي او خپلې کورنۍ اړتیا به پرې پوره کړي.