ننګرهار ولايت کې له ۱۴ کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

nasrat_admin
Sun, May 29 2022 11:46 AM
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس  مولوي لعل باز اسدالله وایي : د کومک مؤسیسې په مالي همکارۍ ۱۴  ملکي جنګ ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ د کوچنیو کاروبارنو په موخه د (۴۲۷۳۱۲) افغانیو په ارزښت  بیلابیلې مرستې ترسره کړې .

 

نوموړی زیاتوي،  په دې مرستو کې  ۱۱ کورنیو ته خوراکي توکي او ۳ کورنیو ته د کوچني کاروبار له پاره غواګانې او دوه دوه بوری کنجاړې  مرسته  ترسره شوه .

 

د ښاغلي مولوی لعل باز  اسد الله  پروینا، دوی هڅه کوي څو د مرستندویه مؤسيساتو په همکاری په دې ولایت کې د شهیدانو ورثو، معلولینو او جګړه ځپلو کورنیو ته د لا زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.

 

هغه کورنۍ، چې دغه مرستې یې ترلاسه کړې له کومک موسسې او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست  څخه مننه وکړه، چې د دوې لاس نیوی یې وکړ ، دغه کورنۍ وایې له دې سره به ورته د کار او روزګار زمینه برابره شي او خپلې کورنۍ اړتیا به پرې پوره کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS