په کندهار ولایت کې د یو شمېر فدایانو او مجردو شهیدانو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۱۰

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فیروز د درې کسیز پلاوي په ملتیا د شهیدانو کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش په موخه کښته میوند، ژیړې او پنجوايي ولسوالیو ته رسمي سفر ترسره کړ.

په دې سفر کې نوموړي د (۳۹۶) مجردو شهیدانو کورنیو او د (۱۷) فدایانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې واورېدې او له هغوی سره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر څخه هم لیدنه وکړه، د غوره او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې اړوندو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز نوموړي د کښته میوند ولسوالۍ له ولسوال سره لیدنه ترسره کړه او له هغه څخه یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د خدمتونو د لا ښه ترسره کولو په برخه کې د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS