په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول
د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فېروز یتیمانو او معلولینو ته د خیریه مؤسسې له لورې د ترسره شویو مرستو هرکلی وکړ او په نورو خیریه بنسټونو او مؤسساتو یې هم غږ وکړ چې د دې قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي.
