د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ښار د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند (۸۰) تنو معلولیت لرونکو کسانو ته د موبایل ترمیم او خیاطۍ برخو کې د مسلکي او باتجربه استادانو له خوا زده کړې ورکړل شي، څو یاد کسان اړین مسلکي مهارتونه زده کړي او د کار او دوامداره عاید د ترلاسه کولو لپاره ورته زمینه برابره شي.

د دې هوکړه لیک پر اساس به د هر معلول لپاره د بیاځواکمنتیا وسایل او همداراز د زده کړو څخه د فراغت پر مهال به ورته د کار د پیل په موخه اړین وسایل او امکانات هم برابر شي.

دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې مؤسسې د رئیس محترم محمد فهیم کریمي ترمنځ لاسلیک شو چې د (۱۱) میاشتو په موده کې به د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS