د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس د عامې روغتیا وزارت اړوند په بهر کې د روغتیایي مرکزونو د همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره وکتل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤالدین سعد، د روغتیا وزارت اړوند په بهر کې د روغتیایي مرکزونو د همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو روغتیایي ستونزو د حل، د کابل ولایت په کچه د ناروغانو لپاره د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو، د درملنې د کیفیت د لوړولو او د یادو قشرونو لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
همدارازد روغتیایي مرکزونو د همغږۍ ریاست مسؤلینو ډاډ ورکړ چې شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره به، په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د درملنې زمینه برابره کړي.
