د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کړنو او فعالیتونو د ارزونې پلاوي د معلولینو چارو ریاست د کړنو هر اړخیزه اروزنه وکړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۶:۱۴

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هئیت د ارزونې او پلټنې په لړ کې د معلولینو چارو ریاست  د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د یاد ریاست ټولو اړوندو څانګو ( د معلولینو د حقوقو د محاسبې آمریت، اجرائیه مدیریت، د ملکي محاسبې لوی مدیریت، د نظامي محاسبې لوې مدیریت، د آرشیف لوی مدیریت، او همدارنګه د تادیاتو لوی مدیریت) د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه وشوه، او ټول تثبیت شوي اسناد او کاري دفترونه چې ( د م ۱۶ او  م۴۰ فورمې او همدارنګه آرشیف شوي اسناد) هم شامل وه، د ټاکل شوي هیئت له لورې وڅیړل شول.

 همداراز د معلولینو چارو ریاست اړوندې ستونزې د یاد پلاوي سره شریکې شوې.

د ارزونې په دې لړۍ که به د ریاستونو د کړنو او  فعالیتونو د څرنګوالي ،کاري پلانونو د تطبیق، د وزارت د کارکوونکو اجراآت، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو وړتیا، او همداراز  یتیمانو او معلولیت لرونکو  وګړو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالې به وڅیړل شي.

د ارزونې د هیئت په ترکیب کې د  بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلې مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي، چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۶:۱۶
Background image

د معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت فورمې بیاځلې کتل کیږي

د څلور زرو معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت فورمې د هغه هیئت لخوا چې په ترکیب کې یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو د تثبیت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۴:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا د پارالمپیک شپږ دیرشو لوبغاړو باندې د لوبو جامې وویشل شوې

د شهيدانو او معلولينو وزارت له خوا د پارالمپيک په شپږ دیرشو معلولیت لرونکو لوبغاړو باندې د لوبو جامې ووېشل شوې.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهيدانو او معلولينو په وزارت کې جوړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۴:۲۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز پروګرام پیل کړ، په یاد روزنیز پروګرام کې به د وزارت اړوند،  ټولو کارکوونکو ته د قرآن عظیم الشان د ناظرې او. . .

BACK TO NEWS