په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو ته نغدي مرستې ووېشلې او هرې مستحقې کونډې ته (۱۰۱۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

همداراز یاد رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي او نور خوراکي مواد شامل وو، په عادلانه ډول ووېشل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۴۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ، د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو او حفظ ‌الصحې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري له لوري د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس ارزښتناک خدمتونه وستایل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان په حضور کې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم ملا رحمت‌الله خالد له لوري د یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳) میلیونه او (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د هغوی لپاره د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳) میلیونه،. . .

BACK TO NEWS