د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کړنو او فعالیتونو د ارزونې پلاوي د معلولینو چارو ریاست د کړنو هر اړخیزه اروزنه وکړه

nasrat_admin
Tue, Aug 09 2022 4:14 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځانګړي هئیت د ارزونې او پلټنې په لړ کې د معلولینو چارو ریاست  د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه ترسره شوه، په دې ارزونه کې د یاد ریاست ټولو اړوندو څانګو ( د معلولینو د حقوقو د محاسبې آمریت، اجرائیه مدیریت، د ملکي محاسبې لوی مدیریت، د نظامي محاسبې لوې مدیریت، د آرشیف لوی مدیریت، او همدارنګه د تادیاتو لوی مدیریت) د کړنو او فعالیتونو ارزونه  او پلټنه وشوه، او ټول تثبیت شوي اسناد او کاري دفترونه چې ( د م ۱۶ او  م۴۰ فورمې او همدارنګه آرشیف شوي اسناد) هم شامل وه، د ټاکل شوي هیئت له لورې وڅیړل شول.

 همداراز د معلولینو چارو ریاست اړوندې ستونزې د یاد پلاوي سره شریکې شوې.

د ارزونې په دې لړۍ که به د ریاستونو د کړنو او  فعالیتونو د څرنګوالي ،کاري پلانونو د تطبیق، د وزارت د کارکوونکو اجراآت، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو وړتیا، او همداراز  یتیمانو او معلولیت لرونکو  وګړو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالې به وڅیړل شي.

د ارزونې د هیئت په ترکیب کې د  بشري سرچینو رئیس ښاغلې مولوي محمد موسی صدیقي او د څارنې او ارزونې ریاست غړی ښاغلې مولوي خیرالله خیرخواه شامل دي، چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مشاور ښاغلی مولوي حیات الله میوند کوي، دوې به د اړوندو ریاستونو هر اړخیزه ارزونه کوي او د خپلو اجراآتو او څیړنو راپور به د وزارت مشرتابه سره شریک کوي .

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS